نړۍ

پر اوکراین د روسیې د توغندیو په بریدونو کې ۵ تنه وژل شوي دي

د اوکراین په ختیځ کې د تورې بحیرې په څنډه کې پر اوډېسا بندري ښار د روسیې د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

سي ان ان د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړى، چې د دې بریدونو په ټپيانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي.

ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۲۰ د استوګنې ودانۍ او زیربنایي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

د سي ان ان په وینا، هغه ويډيو چې د اوکراین د لوى څارنوالۍ د دفتر لخوا خپره شوې، ښيي چې په اوډېسا کې تور سمندر ساحل ته نږدې په یوه سیمه کې یو بل ته نږدې لسګونه بمونه د څو ثانیو ترمنځ واټن کې چاودنې کوي.

د راپور له مخې، ویډیوګانې او نور شریک شوي عکسونه د اور شغلې ښیې چې د یوې ښوونيزې ادارې مخروطي برجونه او چت د سکاټلینډ ودانۍ سره ورته والی لري ويجاړ کړي، چې د هیري پاټر کلا په نوم پیژندل کیږي

اوکرایني چارواکي په دې باور دي چې روسیې د دې برید لپاره اسکندر بالستیک توغندي او کلسټر مهمات کارولي دي.

د اوکرایین لوی څارنوال اندري کوستین وویل: “د فلزاتو ټوټې او توغندیو ټوټې د برید ځای څخه د ١.٥ کیلومترو (نږدې یو میل) په شعاع کې موندل شوي، او څیړنې ښیي چې د روسیې پوځ د لويو زيانونو د رامنځ ته کولو په نیت کلسټر مهمات کارولي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د کلستر مهماتو کارول، لیږد او تولید د نړیوال تړون له مخې چې د کلستر ماینونو منع کنوانسیون په نوم پیژندل کیږي منع دي.

د سي ان ان په وینا، کلسټر مهمات په جګړه کې د دواړو لوريو لخوا کارول شوي او تیر کال د متحده ایالاتو لخوا اوکراین ته د نظامي مرستې کڅوړې د یوې برخې په توګه لیږدول شوي وو.