افغانستان

د افغان کډوالو شړل: پاکستان په يو ورځ کې تر٩٠٠ډير افغانان شړلي

File-photo

په یوه ورځ کې تر ۹۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه ویستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (شنبه، د غويي ۱۵مه) له پاکستانه ۹۱۳ افغان کډوال شړل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

ویل کیږي چې په دغو کډوالو کې ۴۱ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي دي.