افغانستان

سیګار: امریکا د جمهوري ریاست له سقوط وروسته افغانستان ته ۱۷.۱۹ میلیارده ډالر مرسته کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې امریکا د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو وروسته له افغانستان او افغان کډوالو سره ۱۷.۱۹ میلیارده ډالره مرسته ځانګړې کړې او ورکړې ده.

په دې مرستو کې له ۲.۸۰ میلیارده ډالرو څخه زیات د بشري او پرمختیایي سکټور او همدارنګه په سویس کې د افغانستان وجهي صندوق ته د ۳.۵۰ میلیاردو ډالرو یوه بسته شامله ده.

د دغه راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نیټې پورې د «ملګرو هرکلي» تر نامه لاندې د افغان مهاجرینو د ملاتړ په موخه په بهر کې د طبیعي او ملکي پیښو په ګډون د بشري مرستو لپاره ۵.۳۶ میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د “د متحدینو هرکلى” پروګرام اداره کولو لپاره نور درې ملیارده ډالر چې ټولټال ٥.٥٣ ملیارد ډالر کېږي، ځانګړي کړي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ مالي کال په لومړیو شپږو مياشتوکې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره څه باندې ۲۳۳ میلیونه ډالره په پام کې نيول شوي دي.

خو دغه راپور د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په فعالیتونو کې د طالبانو لاسوهنې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: “په دې دريو مياشتنيو ننګونو کې د طالبانو له خوا د کارکوونکو نیول او د مالي مرستو تر لاسه کول او همدارنګه د }طالبانو{ د رژیم د استخباراتو څانګې لخوا څارنه شامله ده”

د راپور له مخې،د امريكا بين المللي پراختيا بنسټ د مدني ټولنې، د رسنیو سکتور، او ښځو او نجونو څخه د ملاتړ په موخه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړى،چې ټوليز لګښت يې د١٥٦ ملیون ډالرو ته رسېږي.

په همدې حال کې د سیګار د راپور له مخې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام په اړه نظرونه توپیر لري. سیګار راپور ورکړی، چې یو شمېر افغانانو له دغه بنسټ سره په مرکه کې ویلی، چې د امریکا په نه غوښتونکي ډول له طالبانو سره مرسته کوي او هغوى پياوړي کوی.

له دوی څخه ځینو ویلي چې دا مرستې د پخواني رژیم معلولو سرتیرو او وژل شويو سرتېرو کورنيو ته نه رسیږي.