سویلي آسیا

په پاکستان کې دوو پرله پسې چاودنو یو تن وژلی او شل نور یې ټپیان کړي دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوکي ولسوالۍ کې د دوو پرله پسې چاودنو په پایله کې یو تن وژل شوی او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې لومړۍ چاودنه د سړک د غاړې د یوه ماین سره د یوه موټر د ټکر له امله شوې ده. خو دوهمه چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د پېښې په ځای کې راټول شوي وو.

د راپورونو له مخې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونه هم د دغو دوو چاودنو په ټپيانو کې شامل دي.

په دې وروستیو کې پاکستان د زیاتو چاودنو او امنیتي پېښو شاهد دی.

که څه هم پاکستاني چارواکي طالبان په پاکستان کې د ناامنیو په زیاتولو تورنوي، خو وسله والو طالبانو تل دغه ادعا رد کړې او په هغه هېواد کې ناامني د پاکستان کورنۍ مسئله بولي.