افغانستان

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان له افغانستان سره ۹۲ ټنه درمل مرسته وکړه

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته یې د ۶۷۵ زره ماشومانو د درملنې لپاره ۹۲ ټنه درملو مرسته کړې ده.

د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه درمل لېږدونکې الوتکه افغانستان ته رسېدلې ده.

ياد سازمان وايي، دغه مرسته به شاوخوا څلور سوه زرو ماشومانو چې د تنفسي ناروغیو، سينه و بغل، ناس ناستې، او د پوستکي په ناروغیو اخته دي د درملنې لپاره وکارول شي.

د ماشومانو د ساتنې د نړیوال سازمان د اعلامیې پر بنسټ، سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې دشري او تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

په دې راپور کې راغلي: “د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تر پنځو کلونو کم عمره څه باندې زر ماشومان د سینې او بغل له اغېزو مړه شوي دي.”

دغه سازمان دا هم ویلي، چې په هېواد کې د تېر کال په پرتله د شري پېښې ۴۴ سلنه زیاتې شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې مشر ارشاد ملک وویل: «په افغانستان کې ډېر ماشومان “د درملنې وړ” ناروغیو له امله مري. د دې درملو راتګ په دې معنا دی چې د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې به له ۴۰۰زرو څخه زیات ماشومان د ژغورنې احتمالي درملنې لاندې ونيول شي.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ په ټوله نړۍ کې له پنځوکالو کم عمره شاوخوا ١٦زره ماشومان د “درملنې وړ ناروغیو” له امله مري.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه ۹۲ ټنه درمل به په ټول هېواد او د ماشومانو د ژغورنې د نړیوال سازمان اړوند ۵۸ کلینیکونو کې ووېشل شي.

دغه سازمان وايي چې په دې مرسته به په لرې پرتو سیمو کې تر ټولو محرومې ټولنې، چې له کلینیکونو او روغتونونو څخه د ۱۵ او ۹۵ کیلومترو په واټن ژوند کوي، درملو ته لاسرسی ولري.