افغانستان

يوناما په هرات کې د امام زمان پر جومات د بريد په تړاو د سمدستي څېړنې غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یوه اعلاميه کې د هرات په امام زمان جومات کې پرشیعه عبادت کوونکو د تېرې شپې برید غندلی دی.

په دې اعلاميه کې راغلي: “دا بريد سمدستي څېړنې او د عاملينو حساب ورکولو ته اړتيا لري.”

په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې تېره شپه د امام زمان پر جومات په وسله وال بريد کې اووه تنه وژل شوي دي. خو طالبانو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶ تنه ښودلى و.