ورزش

نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې بريا په پراخه کچه ونمانځل شوه

د ٢٠٢٤ نړیوال جام لپاره د افغانستان د فوټسال ملي ټیم بريا او لارموندنه د هیواد د اتباعو، طالبانو او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د سیاسي مشرانو لخوا په پراخه کچه وستايل شوه. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر هېوادوالو دغه ستره لاسته راوړنه په نڅاګانو او اتڼونو ونمانځله.

د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله پر اېکس ټولنیزې شبکې د دې بریا مبارکي ويلي او ليکلي يې دي: “د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته د قرغزستان پر وړاندې د نننۍ بریا او د ازبکستان په نړیوال جام کې د ګډون لپاره لارموندنې له امله مبارکي وایم.”

پر اېکس د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې لوبغاړو او د افغانستان د فوټسال تخنیکي کارکوونکو ته د دې بریا مبارکي ورکړې ده.

هغه ويلي: ” له ډېره موده وروسته مو زموږ د دردېدلي ولس زړونه خوشحاله کړل. تاسو زموږ وياړ ياست.”

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم دې بريا ته غبرګون ښودلى او ويلي يې دي: “دوی د افغانستان د عزت او د هغه بیرغ لپاره چې درې رنګونه یې د هيلې او ازادۍ سمبول دی،مبارزه وکړه.د هغې ورځې په هیله چې افغان سپورت خپل ریښتینی حالت ته راستون شي.»

د جمعیت اسلامي ګوند د نور څانګې مشر عطا محمد نور نړیوال جام ته د افغانستان د فوټسال لوبډلې بریا یوه مهمه او تاریخي پېښه بللې او پر اېکس یې لیکلي: ” د فوټسال ملي لوبډلې اتلو لوبغاړو، د ورزشي ټولنې او د افغانستان خلکو ته ددې بې سارې بريا مبارکي وايم، او لوبغاړوته د لا زیاتو بریاوو هیله کوم.»

د افغانستان د ملي مقاومت شورا هم دغه بریا یوه تاریخي پېښه ګڼلې او د افغانستان خلکو ته يې مبارکي ورکړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر اېکس یو پیغام خپور کړی، چې افغان ټولنې ته یې د فوټسال د ملي لوبډلې د بریا او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د دوی د بریا مبارکي ویلې ده.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې قرغزستان ته د ۵-۳ په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره وموندله.