افغانستان

طالبانو په لوګر ولایت کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

طالبانو په لوګر ولایت کې یو کس د «زنا» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کس د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې ۳۰ درې وهل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې په “غیر اخلاقي سرغړونو” باندې تورنو کسانو د فزیکي مجازاتو په ګډون “د بشري حقونو سرغړونو” ته دوام ورکړی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ملاتړو نړیوالو بنسټونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د محاکمې پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا سزاګانې پرته له دې چې تورن کس وکیل او قانون ته لاسرسی ولري، تطبیقیږي.