افغانستان

د افغان مهاجرينو وېستنه: پاکستان په دوو ورځو له ٨٠٠زيات مهاجرين اېستلي دي

په تېرو دوو ورځو کې تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر ايکس کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې (پنجشنبه د وږي ۳۰مه او جمعه ۳۱مه) ۸۳۷ کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دغو مهاجرينو کې ۹۰ کورنۍ هم شاملې دي، چې د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوي دي.