سویلي آسیا

په پاکستان کې د بهرنیانو پر یوه موټر د برید په پایله کې دوه وسله وال وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د کراچۍ ښار په “منسهره لینډي کالونۍ” سیمه کې د پنځو جاپاني اتباعو پر موټر چاودنه شوې ده.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون د راپور پربنسټ، په دغه برید کې کوم بهرني کس ته زیان نه دی اوښتی.

له بلې خوا، پولیسو دا پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې برید کې د ډزو پر مهال “دوه ترهګر” وژل شوي دي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ناآرام ایالت په بشام سیمه کې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د چینايي کارګرانو پر یوه موټر د ځانمرګي برید له امله د پنځو چینايي کارګرانو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو.