افغانستان

«د طالبانو حکمونو ښځې له عامه ژوند څخه لیرې کړي او د هغوی اساسي حقونه يې نقض کړي»

د زن مجلې راپور ورکړی چې په افغانستان کې طالبانو د واک بیا ترلاسه کولو راهیسې په لسګونو ځورونکي فرمانونه صادر کړي چې “په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د ځپلو او محرومولو لپاره ډیزاین شوي.”

دې مجلې لیکلي، چې دغو حکمونو ښځې او نجونې له عامه ژونده لرې کړې او د هغوی له اساسي حقونو یې ترپښو لاندې کړې دي.

زن مجلې دا هم لیکلي چې «د طالبانو حکمونو ښځې او نجونې د “جنسيتي تبعيض » حالت سره مخ کړي دي.

د افغان ښځو لپاره د کاناډا د ښځو د موسسې اجراییه مشره لورین اوټس، چې له دې مجلې سره یې مرکه کړې، وايي، چې طالبانو د واک د ترلاسه کولو سره سم لومړی اقدام له د(له شپږم پورته) نجونو د ښوونځيو بندول و.

اغلې اوټس په دې مرکه کې دا هم ویلي: “د ښځو او نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو په تړلو سره، طالبانو یو لړ نور محدودیتونه وضع کړل چې د ښځو او نجونو د ژوند ټول اړخونه پکې شامل دي.”

هغه وايي چې طالبان له دې ټولو محدودیتونو او بندیزونو وروسته غواړي چې ښځې په ټولنه کې په لفظي ډول “لیدلي” وي او په عامه ژوند کې یې هیڅ ځای ونه لیدل شي.

زن مجلې لیکلي: “افغانې ښځې اوس له ټولنې څنډې ته شوې، ورکې او له ټولنې لرې شوې دي.”

مجلې دا هم لیکلي: «طالبانو هيڅ وخت نه دی ضایع کړی او هغه څه یې کړي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې په افغانستان کې د واک د تر لاسه کولو پر مهال کول. د دوی چلند ښیي چې دوی د ښځو او نجونو محدودیتونو ته څومره لومړیتوب ورکوي.»

د ښځو مجلې زیاته کړې، چې “ناسم پوهاوى” دا دی چې دا محدودیتونه د نړيوالو لېدونو څخه څنډې ته دي؛ پداسې حال کې چې د “طالبانو رژیم” د نړي ليد او ايډيالوژۍ لپاره ددوى د ليد محور دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو راهيسې نجونې او ښځې تر شپږم ټولګي او پوهنتونونو پورې له زده کړو منعې کړې، ښځې او نجونې يې حمامونو، پارکونو، ښوونځيو، سينګارتونونو ته له ورتګه منعې کړې اويوشمېر نور بنديزونه يې يې پرې لګولي. آن په عامه ځایونو کې د جامو او تګ طريقه هم ددوى لخوا ورته ټاکل شوې ده.