نړۍ

بوریل: موږ به پر ایران «سخت» بندیزونه ولګوو

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سياست مشر جوزپ بوریل ویلي، اروپايي ټولنه به پر اسرائیلو د ایران د هوايي برید له امله پر ایران د سختو بندیزونو د لګولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د اروپایی رسنیو د راپورونو پر اساس،داروپایی اتحادیې مشر پرون (سه شنبه، اپریل ۱۶) د اروپایی اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو له مجازی غونډې وروسته په خپله وینا کې ويلي، چې دوی د ایران د ډرون د ټکنالوژۍ پرضد دشته بندیزونو د پراخېدو احتمال څېړی.

بوریل دا هم وویل: “موږ د “ترهګرو سازمانونو” په ليست کې دسپاه پاسداران شاملولو په اړه څېړنې کوو.

هغه زیاته کړه چې دا ډول اقدام به ستونزمن وي. ځکه چې تر اوسه پورې د دې اتحادیې د غړیو یوه پوځي څانګه هم د «تروریستي عمل» تر عنوان لاندې د «ترهګرو» په لیست کې نه ده راغلې.

تر دې مخکې سپینې ماڼۍ هم په یوه بیان کې اعلان کړی و، چې پر اسراییلو د ایران د برید په له امله د “هر اړخیزغبرګون” په موخه به پر دغه هېواد يولړ نوي بندیزونو ولګوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې د دغو بندیزونو موخه به د ایران د توغندیو او ډرون پروګرامونه او هغه شرکتونه وي چې له سپاه دپاسداران او د دغه هېواد له دفاع وزارت سره همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده،چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو لا له وړاندې د اسراییلو د امنیت په اړه خپله ژمنه اعلان کړې او په ورته وخت کې یې د نتانیاهو له حکومته غوښتي چې په سیمه کې د شخړو او تاو تریخوالي د مخنیوي لپاره له احتیاط څخه کار واخلي.