افغانستان

پاکستان د تورخم دروازه يوځل بيا دبې ویزې افغانانو پرمخ وتړله

پاکستان د تورخم دروازه د هغو ناروغانو پر مخ يوځل بيا وتړله چې له ویزې پرته له افغانستانه دغه هېواد ته تلل.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د بې اسنادو بهرنیو کډوالو د جبري اخراج دوهم پړاو پرون د پاکستان له خوا پلی شي، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې دا بهیر به ډېر ژر پیل شي.

د بې اسنادو مهاجرو په دې مرحله کې شا او خوا يوميليون افغان کډوال شامل دي؛ چې د پاکستان حکومت لخوا ورته د “ACC” په نوم کارتونه ويشل شوي چې له مخې يې مهاجرینو ته نوموړى هيواد اجازه ورکوي چې په پاکستان کې د لسیزو لپاره په قانوني توګه پاتې شي.

طالبان وايي، پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې له نن څخه به له پاسپورټ او ویزې پرته ناروغانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. په ورته وخت کې که څه هم پاکستان دبې اسنادو کډوالو د شړلو د دویم پړاو د پیل لپاره د چمتووالي نهايي اعلان کړی، خو تر اوسه یې دغه بهیر لا نه دی عملي کړی.

محمد اسرار چې یو افغان مهاجر دی خپله اندیښنه داسې څرګنده کړه: «زه له دېرشو کالو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوم او کار کوم. نن ورځ حکومت اعلان وکړ چې ټول ناقانونه افغانان باید وویستل شي. زموږ ماشومان ښوونځي پاتي دي. “موږ نه پوهیږو چې له کوم برخلیک سره به مخ شو.”

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، چې د افغان کډوالو د جبري اخراج د دویم پړاو لپاره چمتووالی نهايي شوی دی. په دې چمتوالي کې د مهاجرینو پیژندل، افغانستان ته نږدې لنډمهاله استوګنځایونو ته لیږدول او په پای کې د هغوی اخراج شامل دي.
پاکستاني چارواکو ویلي هغه کسان چې پاکستانۍ ویزې او یا هم د ثبت کارتونه ولري د اخراج په پروسه کې شامل نه دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، یو میلیون او درې سوه زره افغانان له دغه سازمان سره ثبت دي او د نوم لیکنې اسناد لري.

یو افغان مهاجر اورنګ زیب وايي: «اوس ویزه آنلاین ده. ټولې ویزې رد کېږي. دوی ډیرې لږ ویزې ورکوي. ټولې ویزې رد کېږي.”

تېره ورځ پاکستان هم د تورخم دروازه د بې ویزې او بې پاسپورټه افغانانو پرمخ وتړله او ویې ویل چې له دې وروسته به ورته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي وايي: “پاکستان د تورخم دروازه د هغو ناروغانو پر مخ تړلې، چې له ویزې او پاسپورټ پرته د درملنې لپاره پاکستان ته تلل.”

په دغه هیواد کې د وژونکو بریدونو له زیاتیدو او له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا وروسته پاکستان د مهاجرینو د اخراج دوهم پړاو اعلان کړ. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا پریکړه په ټول پاکستان کې د ٨٠٠ زرو څخه زیاتو افغان مهاجرینو په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا زیانمنونکي ډلې لکه د بشري حقونو فعالین، ښځینه فعالانواو خبریالانو ژوند په خطر کې اچوي.

یو پاکستانی ژورنالیست طاهر خان وايي: «د اخراج په لومړي پړاو کې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر اوسه له ٥٠٠زرو څخه زیات افغان مهاجرین له پاکستانه ایستل شوي دي. اوس تمه کیږي چې په دوهم پړاو کې به دا شمیره دوه برابره شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې تر دوو میلیونو ډېر کډوالۍ قانوني اسنادو له مخې ژوند کوي.

په داسې حال کې،چې اپریل په ۱۵ نیټه، د اجباري اخراج دوهم پړاو د پېلېدو تمه کېږي؛ د طالبانو د شمېرو پر بنسټ، یوازې ۵۳ کسان له پاکستان څخه افغانستان ته په زور ایستل شوي دي.