نړۍ

سعودي عربستان چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د سعودي عربستان چارواکو د چهارشنبې په ورځ د شوال د میاشتې له لیدلو وروسته د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د اختر د لومړۍ ورځې د ټاکلو لپاره د دوی د روژې د لیدلو کمېټې هڅې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال طالبانو د خپلې سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

خو له هغه وړاندې په جمهوري حکومت کې د سعودي عربستان د پرېکړې له مخې په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.

په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان او هند کې د اختر لومړۍ ورځ د سعودي عربستان په پرتله یوه ورځ وروسته ټاکل کېږي.