افغانستان

ازبکستان او قزاقستان په ګډه د افغان- ترانس د اورګاډي پټلۍ په پراختیا کې پانګونه کوي

د آذربایجان رسنیو خبر ورکړی، چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې دواړو پرېکړه کړې، چې د افغانستان د ټرانسپورټ پټلۍ په پراختیا کې به په ګډه پانګونه وکړي.

د آذربایجان رسنیو هم لیکلي، چې تمه ده دغه ګډه پانګونه د ټرانس-افغان اورګاډي په پراختیا کې مرسته وکړي.

بل خوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان د دې پروژې عملي کېدل له سهیلي آسیا او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګڼي.

د ټرانس-افغان اورګاډي پروژه د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له سهیلي آسیا سره نښلوي.

په دې راپور کې راغلي دي، چې دواړو لورو د دې پروژې عملي کول د سوداګرۍ د ښه والي او د ګټه اخیستونکو هیوادونو ترمنځ د توکو د لیږد د حجم د زیاتوالي لپاره مهم ګڼلي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د اورګاډي له لارې له سهیلي آسیا سره د منځنۍ آسیا د هېوادونو نښلول او هغه هم د افغانستان له لارې په ارزانه بیه د توکو د لېږد زمینه برابروي.

د ټرانس-افغان اورګاډي د پټلۍ لګښت چې له بلخ، کابل او ننګرهار څخه پېښور ته رسېږي؛ اووه میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې دا پروژه د سیمې لپاره مهمه ده او د افغانستان له لارې یې پلي کېدل په هېواد کې د دې پروژې د مدیریت په څرنګوالي پورې اړه لري.

د ټرانس-افغان اورګاډي پروژه په لومړي ځل د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د ازبکستان له خوا وړاندیز شوې وه؛ تر څو د منځنۍ آسیا د هېوادونو مالونه د پاکستان د ریل پټلۍ شبکې ته د ریل پټلۍ او د افغانستان له لارې ورسول شي او په پای کې د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته انتقال شي.