افغانستان

په تیرو دریو میاشتو کې د ماین چاودنو ۳۷ تنه وژلي دي

طالبانو د «ماینونو د پوهاوي » نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه کنفرانس کې وویل چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو ۶۱ چاودنې شوي او په دي پېښو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د شمېرو پر بنسټ، په دي پېښو کې ۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو له خوا وړاندې شوې شمېرې ښيي چې تېر کال د جګړو له امله د پاتې شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله د ۲۷ ښځو په ګډون ۱۷۴ تنه وژل شوي او د ۷۹ ښځو په ګډون ۳۹۰ تنه ټپیان شوي دي.

طالبان وايي، په تېر کال کې یې د افغانستان په ۱۱۹ ولسوالیو کې ۹۰ مربع کیلومتره خاوره له ماینونو پاکه کړې ده.

طالبان وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې يې ٨ مربع کيلومتره سيمه له ماينونو پاکه کړې او په دې موده کې يې ٨٠ د پرسونل ضد ماينونه، ٤٠٠ لاسي بمونه او ١١٨٥٢ نور چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو چاودنې ۱۴۰۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.