افغانستان

طالبانو په کابل او کندهار ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په درو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه په درو وهل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دا کسان د «نامشروع اړیکو» په لرلو تورن شوي او هر یو یې په ۳۵ دُري وهل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د محکمې له خوا د سړي د بند موده څلور کاله او د ښځې د بند موده دورې کاله ده.

په همدې حال کې د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار کې د طالبانو د نظامي محکمې له خوا یو کس ته ۳۰ دورې وهل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په کندهار کې د طالبانو د پوځي محکمې له خوا دوه نور تورنو ته برائت ورکړل شوي دي.