نړۍ

اردوغان: هیڅوک به خوشحاله نشي چي پنځه کاله نور یی هم د دوی له ښار څخه «غلا» شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دي هیواد په ملي انتخاباتي کمپاین کې خپلو خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د خپلو خلکو د هغې پریکړې درناوی کوي چې د رایو له صندوقونو څخه راوځي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه: «موږ به یې درناوی وکړو. خو موږ باور لرو چې هیڅوک به په دې خوښ نه وي چې د دوی ښارونه په پنځو کلونو کې له دوی څخه «غلا» شي

د ترکیې سیمه ییزې ټاکنې نن د دي هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پیل شوې، چې تر ۶۱ میلیونو زیاتو کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه.

د دې ټاکنو پایلې به د شپې لس بجې اعلان شي.

په دې ټاکنو کې د هېواد په ۸۱ ولایتونو او ۹۷۳ کلیو کې ښاروالان او د ښاري شورا غړي د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.