افغانستان

جان بولټن: «خراسان د داعش مرکزي ترهګرۍ»ګواښ بیا په افغانستان کې متمرکز شوی دی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار جان بولټن په افغانستان کې د داعش د فعالیت او سیمه‌ییزو ګواښونو په اړه د اندېښنې د زیاتېدو له کبله ویلي، چې د «خراسان د داعش مرکزې ترهګري» ګواښ یو ځل بیا په افغانستان کې متمرکز شوی دی.

د مسکو وژونکي برید د خراسان څانګي د داعش د سیمه ییز ګواښونو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي، ویل کیږي چی ددي ډلي د فعالیت مرکز یې افغانستان ګڼل کیږي.

په تېرو درېیو میاشتو کې درې لوی بریدونه ( په مسکو کې برید، د ایران په کرمان کې برید او په کندهار کې چې د طالبانو د مشر د واکمنۍ مرکز وو، ځانمرګی برید) د داعش دغې څانګې ته منسوب شوی دی. د هغو بریدونو پړه تر ډېره د منځنۍ آسیا پر وګړو اچول شو.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ټینګار کوي چې د داعش دا څانګه د ایران په مسکو او کرمان ښارونو کې د بریدونو مسؤوله ده او دا چې ترهګري د نړۍ په کچه له منځه نه ده تللې.

بولټن زیاته کړه: «د ټرمپ اداره او بایډن په ګډه له افغانستان څخه د وتلو لپاره ملامت دي، له همدې کبله عمومي تاثیر دا دی چې اوس په خراسان کې د داعش ترهګرې ډلې مرکز یو ځل بیا په افغانستان کې متمرکز شوی دی او دا ډله نه یوازې دا چې په مسکو کې د تیرې اونۍ د حملې مسئولیت په غاړه لري. نوموړی دوه میاشتې وړاندې په ایران کې د برید مسوؤل هم وو. موږ وینو چې ترورېزم د نړۍ په کچه له منځه نه دی تللی.

په ورته وخت کې فایننشل ټایمز ،په یوه نوې مقاله کې د مسکو برید ته په اشارې سره لیکلي چې د مذهبي ریښو په لرلو سره د «له پولې د تروریستي فعالیتونو د ودې د مرکز» په توګه د افغانستان راتګ په بشپړه توګه د وړاندوینې وړ وو.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، داسې ښکاري چې تاریخ بدلیږي او د القاعدې او داعش په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو پخوانی پناه ځای د دوی ډلو لپاره په یوه نوي پنټځای بدل شوی دی.

د دې لیکنې پر بنسټ، که امریکا په افغانستان کې خپل حضور ساتلی وای او طالبان واک ته نه وای رسېدلی، نن به یې انځور بل ډول ښکاریدو.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند په دې اړه وايي: «تر هغه ځایه چې زما تجربه ښيي، دا کولای شي یو پیاوړی کورني تسهیل کوونکي ولري. ځکه چې د طالبانو تر منځ ډېر اختلافات شته.

د ډیپلوماټ په مقاله کې دا هم راغلي چې په مسکو کې تر برید وروسته په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان پر اصلي مرکزونو د زیات تمرکز ته اړتیا ده.

په دې مقاله کې راغلي چې په مسکو کې د خراسان په نامه د داعش وروستۍ حمله په سیمه کې د داعش د پام وړ حضور ته اشاره نه کوي. خو په هغه کې په منځنۍ آسیا کې د دغې ډلې د حضور او نفوذ اټکل شوی دی.

د امریکا د استخباراتي ادارو کلنۍ ګواښ ارزونه هم ښيي چې د داعش خراسان څانګه له افغانستانه د بهرنیو بریدونو د پراخولو په لټه کې ده.

د سیاسي چارو کارپوه برنا صالحي وايي: «داعش خراسان له پخوا راهیسې په سیمه کې یو جدي ګواښ دی. په هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، د سیمې هېوادونه فکر کوي، چې افغانستان د داعش د خراسان څانګې د لا زیاتو جلب او جذب او په سیمه ییزه کچه د دغې ډلې د لا زیاتو کړنو لپاره مناسب ځای ګرځېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې د تیر کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې په مشرۍ د ډله ایز امنیت د تړون سازمان ویلي وو، چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د جنګیالیو شمیر ۶۵۰۰ تنو ته رسیدلی او د دې ډلې ۴۰۰۰ جنګیالي د افغانستان پولې ته نږدې شوي دي. له تاجکستان سره

د تېر کال د جون په مياشت کې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي مفتش راپور هم ښيي چې په دا هېواد کې د دوي جنګياليو شمېر له يو لکو څخه تر درې زرو تنو پورې دى.

خو طالبانو د داعش پراخ حضور او ګواښونکي فعالیتونه رد کړي دي. د طالبانو د ویاند په وینا، په افغانستان کې تر یو یا دوه فیصده زیات داعش پاتې نه دی او طالبان د هغوی د ځپلو هڅه کوی.