افغانستان

طالبانو په غور ولایت کې درې تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

د غور ولایت سرچینې وايي، طالبانو د دولینه ولسوالۍ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته درې تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس هم دا پیښه تائید کړې ده.

که څه هم طالبانو د دې سزا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو سرچینې وايي چې طالبانو هر یوه ته ۳۹ دُرې وهلي دي.

په همدې حال کې د طالبانو سترې محکمې پرون په کابل کې دوه تنه د دُرو په وهلو محکوم کړي وه.