نړۍ

مک کال له بایډن څخه په کلکه وغوښتل چې له طالبانو دې رایان کوربټ راخوشي کړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د طالبانو په زندان کې له یوه امریکايي رایان کوربټ سره د لیدنې په اړه د دې هېواد د ولسمشر پر بې غورۍ نیوکه وکړه او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه په ​​یوه بیان کې ویلي، چې رایان کوربټ د طالبانو په زندان کې په «ناوړه شرایطو» کې دی او د امریکا حکومت د هغه لپاره ډېر څه نه دي کړي.

ښاغلي مک کال زیاته کړه: « د بایډن ادارې د پرله پسې راپورونو سره سره چې د هغه روغتیا په خرابیدو ده، بیا یې هم د هغه د خوشې کولو لپاره «څه نه» دي کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د رایان د وضعیت خرابیدل له افغانستان څخه د دې هیواد د حکومت د «ناوړه» وتلو یوه غمجنه او د وړاندوینې وړ پایله وه او دا کار د دې لامل شوی چې امریکایان له افغانستان څخه له وتلو وروسته د «طالبانو د بلاوو» قرباني شي.

په دې سره د متحده ایالاتو د حکومت لوړ پوړي چارواکي یادونه وکړه، چې د بایډن اداره باید د رایان کوربټ له کورنۍ سره د لیدو غوښتنې له پامه ونه غورځوي او د طالبانو څخه د هغه د خلاصولو لپاره «سمدستي» لاس په کار شي.

تر دې مخکې د رایان کوربټ کورنۍ، چې امریکايي اوسېدونکي وو، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي، څو ځلې د ښاغلي رایان کوربیټ د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د ویلو وړ ده چې رایان کوربټ په افغانستان کې له غیر دولتي موسسو سره کار کاوه او د «افغانستان بلوم» په نوم یې مشورتي شرکت جوړ کړی وو او خلکو ته یې د کوچنیو پورونو په ترلاسه کولو کې مشورتي خدمات وړاندې کول.

دغه امریکایي اوسېدونکی د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې هغه مهال د طالبانو له خوا ونیول شو، چې له درېیو نورو همکارانو سره د خپلې ادارې د فعالیتونو د دوام لپاره د افغانستان شمال ته تللی وو، چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.