افغانستان ورزش

افغانستان د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه

پرون (سه شنبه) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال د آسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې هند ته دوه پر یو ماتې ورکړه.

د دې لوبې لومړۍ نیمايي یو پر صفر د هند په ګټه پای ته رسېدلې وه.

خو د هېواد ملي لوبغاړي رحمت اکبري په ۶۹مه دقیقه کې خوړل شوی ګول پوره کړ او لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه.

د افغانستان لپاره شریف محمد په ۸۸مه دقیقه کې د پنالټي له ځایه دوهم ګول وواهه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې سیالیو کې د دغو دوو ټیمونو پخوانۍ لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.

افغانستان به د زمري په ۱۷مه او ۲۲مه د قطر او کویټ له لوبډلو سره هم لوبه کوي.