افغانستان

طالبانو په پاکستان کې د پنځو چینايانو وژنه «غندلې» ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې په یوه ځای پر ځای شوي بمي برید کې د پنځو چینايانو په ګډون د شپږو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د سیمه ییزو همکاریو مخالفینو ته اجازه ورنه کړي، چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسېږي.

د چین او پاکستان له حکومتونو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، دې وزارت ویلي، چې دوی دا ډول بریدونه «د سیمه ییزې همکارۍ د کمزوري کولو یوه هڅه» ګڼي.

د خيبر پښتونخوا په شانګلا ولسوالۍ کې د چينايانو پر يوه موټر ځانمرګي بريد کې د پنځو چينایانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.