افغانستان

طالبانو په بغلان او فراه کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

په دوو جلا پېښو کې، طالبانو په بغلان او فراه ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې یو کس د «غیر مشروع اړیکو» په تور په ۳۰ دُرې ووهل شو.

د محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس په پنځه کاله بند هم محکوم شوی دی. په همدې حال کې په فراه کې یو بل کس د طالبانو له خوا د «لواطت» په تور ۳۰ درو وهل شوی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کس په شپږو میاشتو بند محکوم شوی دی.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان د بېلابېلو جنایاتو په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.