افغانستان نړۍ

برتانوي چارواکي غواړي چې په «افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو» سرچینه په ډاګه شي

برتانوي چارواکو د دې هېواد د سرتېرو د زړو چارو وزیر جاني مرسر ته لس ورځې وخت ورکړی دی. چې د «برتانوي سرتیرو د تورونو» سرچینه په ډاګه کړي چې د «افغانستان په جنګي جرمونو» کې ښکیل وو.

ګارډین خبر ورکړی چې د افغانستان د څېړنو مشر لارډ جسټس هاډون کیو خبرداری ورکړی چې، که مرسر د دغو سرچینو نومونه برملا نه کړي، نو د احتمالي زندان سزا سره به مخامخ شي.

تیره میاشت د برتانیې د سرتېرو د زړو چارو وزیر ، د عامه څېړنو په ترڅ کې «د هغو تورونو په اړه چې بریتانوي پوځیان د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د ملکي افغانانو په لسګونو غیرقانوني وژنو کې ښکیل وو»، د سرچینو په حواله تایید یې کړه، چې یو شمیر برتانوي سرتیرو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي.

مګر میرسر په مکرر ډول د «څو افسرانو» د نومونو له یادولو ډډه کړې، چې نوموړی ادعا کوي چې ده ته یې د پارلماني استازولۍ د ماموریت پرمهال د «د وژنې او تورونو د پټولو په» اړه ویلي وو.

د افغانستان د څېړنو د څانګې مشر هیډن کیو د برتانیې د پوځیانو د زړو چارو وزیر جاني مر سر ته د روان کال د اپریل تر پنځمې پورې وخت ورکړی دی. د شاهدانو بیانیې سره له سرچینو چې نومونه ولري_ چمتو یې کړي.

د ګارډین د راپور له مخې ښاغلي میرسر تر اوسه په ښکاره توګه نه دي ویلي، چې آیا د افغانستان د څېړنو د برخې د مشر حکم به تعقیب کړي او که نه.د، خو د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د برتانوي پوځ پخواني مشر جنرال لارډ ډوناټ ویلي دي، چې هڅه کوي د هغوی د نومونو د افشا کولو لپاره د دوی رضایت ترلاسه کړي.

دې بریتانوي جنرال وویل: «میرسر له څېړنو څخه د خپلو سرچینو نومونه نه پټوي، خو هغه باور لري چې د معلوماتو د افشا کیدو خطر شته.»

دا په داسې حال کې ده، چې د برتانیې پخوانی سرتیری رابرټ کمبل چې په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۷ کالو څېړنو وروسته د یوه «عراقي ځوان د مرګ» له امله برائت ورکړل شو، هم د جاني مرسر د دریځ او شهادت په اړه یې په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو پر ضد د افغانستان ملاتړ وکړ او د جنګي جرمونو د تورونو په اړه یې خبرې وکړې.