نړۍ

کرملین ماڼۍ: مناسبه نه ده چې د مسکو د برید د څېړنو په تړاو څه وویل شي

د مسکو په څنډه کې د کنسرت په تالار کې له وژونکي برید او د کریملین د برید کونکو لخوا د جمعې د برید په اړه د دوامدارې ناڅرګندتیا وروسته، کرملین وايي چې، د اعدام د سزا د بیا احیا په اړه خبرو کې به برخه وانخلي چې د پوتین د متحدینو له خوا ورته وړاندیز شوی دی.

روسیې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیولي دي.

په مسکو کې د کنسرت پر تالار برید کې ۱۳۷ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

کرملین دا هم ویلي چې، دا مناسبه نه ده چې، د برید په اړه د څېړنو په اړه تبصره وکړي.

په همدې حال کې د مسکو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ د پېښې ځای ته څېرمه د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د دې پېښې د قربانیانو یادونه یې تازه کړه.

خو د مسکو د برید په اړه غبرګونونه لا هم روان دي. لکه څنګه چې د فرانسې ولسمشر وايي، دا به « د خواشینيۍ وړ» وي که پوتین اوکراین د دې برید په ترسره کولو تورن کړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون زیاته کړه:« پر روسیې د اسلامپالو ترهګرو له خوا برید وشو، چې له بده مرغه موږ په تېرو کلونو کې تجربه کړې ده. او موږ پوهیږو چې، دا څنګه یو ملت له بېخه ټپي کوي او زه یو ځل بیا خپل پیوستون او ملاتړ اعلانوم.»

مګر د امنیتي اندیښنو او د افراطي ډلو د ګواښ لړۍ فرانسې ته هم خپره شوې، ځکه چې د فرانسې لومړي وزیر پرون په خپل هیواد کې امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې کچې ته لوړ کړل.

هغه وویل؛ دا پریکړه چې د پاریس د المپیک د کوربه توب څخه څو میاشتې مخکې شوې وه، «د مسکو د برید او خپل هیواد ته ګواښونو او د داعش د برید مسؤلیت منلو د ادعا په رڼا کې شوې وه.»

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د روسیې ژغورونکو ډلو د مسکو په څنډه کې د کنسرت د تالار راپاک کړ.