افغانستان

طالبانو په کندز کې له نیول شویو څلورو خبریالانو څخه درې یې خوشې کړل

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تېره ورځ له نیول شویو څلورو خبریالانو څخه درې یې خوشي کړي او یو بل یې لا هم په بند کې دی.

دي مرکز له طالبانو غوښتي چې نیول شوی خبریال دې ژر تر ژره خوشې کړي او د طالبانو د استخباراتو ریاست هم له دوی غوښتي چې د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د خبریالانو او آزادو رسنیو د ځپلو بهیر دې پای ته ورسوي.

د ورځپاڼې په وینا، آزاد خبریال عبیدالله احمدي پرون سهار شاوخوا لس بجې د کندز ښاروالۍ په هوټل کې د کشفي ارګانونو له خوا ونیول شو.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، د طلوع نیوز او پژواک خبریال ایمل کاکړ او د کلید راډیو خبریال عتیق الله رحیمي هم نیول شوي، چې د خپرونې د پوښښ لپاره ښارولي هوټل ته تللي وو.

دا اداره زیاتوي چې د راه فردا راډیو او تلویزیون خبریال اسلام الدین صاحبزاده چې د استخباراتو له خوا احضار شوی وه دي دفتر ته له تللو وروسته ونيول شو. دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: له دغو څلورو تنو خبريالانو څخه په يوه وخت پوښتنې وشوې.

ویل کیږي چې د استخباراتو مامورینو له ددي خبریالانو څخه سمارټ موبایلونه اخیستي او د هغوی محتويات یې کتلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اسلام الدین صاحبزاده، ایمل کاکړ او عتیق الله رحیمي له درېیو ساعتونو وروسته خوشې شوي دي. خو عبیدالله احمدي لا هم د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې دی.

د دي مرکز خبرپاڼه وايي چې ښاغلی احمدي د دي ولایت د علي آباد ولسوالۍ د یوه لوی پل په اړه د خپاره شوي راپور د محتوا په چمتو کولو کې بوخت و چې د آمو تلویزیون له لارې دا ګزارش خپور شوی وه

دا پل د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د یوې چاودنې له امله ویجاړ شوی و چې پړه یې پر طالبانو اچول شوې وه.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په کندز کې د طالبانو د استخباراتو رياست او په کندز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دي خبريالانو د نيولو او د عبيدالله احمدي د تورونو په باب څه نه دي ويلي.

دا مرکز د طالبانو له استخباراتو څخه غوښتي دي چې عبیدالله احمدي ژر تر ژره او پرته له کوم شرطه خوشې کړي.