افغانستان

خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵٫۸ میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې ۱۵٫۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي، چې له دې ډلې ۳٫۶ میلیونه یې په «اضطراري» پړاو کې دي.

په راپور کې راغلي چې څلور میلیونه کسان چې په هغو کې ۳٫۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په سختې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي ،چې په افغانستان کې د خوړو کمښت لړي دوام لري او ویلي یې دي چې د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس (۱۵٫۸ میلیونه وګړي) به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له سختی خوراکي کمښت سره مخ شي.

د دې راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختې تګلارې به په غیر متناسب ډول نجونو او ښځو ته دوام ورکړي.

په دي راپور کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د سلګونو زرو مهاجرو اخراج ته په اشارې سره ویل شوی، چې دې کار د بشری مرستو د زیاتولو اړتیا رامنځته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کړې چې سږ کال به ۱٫۴۶ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته را ستانه شي.

د دي راپور له مخې، په افغانستان کې د سیاسي نظام له بدلون څخه دوه کاله وروسته، د مهاجرینو په وړاندې د طالبانو د چارواکو چلند ناڅرګند دی او کیدای شي د سیاسي پرمختګونو په اساس بدل شوي دي.