افغانستان

پاکستاني رسنۍ: یو ويډيویي ټیپ ښيي چې د طالبانو یو قومندان له« ټي ټي پي »سره همکاري کوي

پاکستاني رسنیو یو ویډیويي ټیپ خپور کړی چې دا ټیپ په رسنیو کی هم خپور شوی او ویلي یې دي چې د دې ویډیو ټیپ پر بنسټ د طالبانو یوه قوماندان د پاکستانی طالبانو دتحريک یوې څانګې (حافظ ګل بهادر) سره اړيکه لري او ورته لارښوونه کوئ چی څنګه پر پاکستاني پوځیانو برید وکړي.

د جيو نيوز د راپور له مخې، د دي ويډيو ټيپ په حواله، د «يحيى»په نوم د طالبانو دغه قوماندان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځيانو د بريدونو په اړه ياغيانو ته لارښوونه کوي.

جیونیوز د پاکستان د امنیتي ځواکونو له قوله هم ویلي، چې دا ټیپ د افغانستان په «ډنګر ایلګاد» سیمه کې ثبت شوی دی.

د دې راپورونو پر بنسټ، په دې ټیپ کې یحیی د ټي ټي پي یاغیانو ته د برید پلان تشریح کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یحیی په دي ټیپ کې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده نوم د «امیر المومنین» په توګه یاد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پاکستان د افغانستان پر ځينو سيمو هوايي بريدونه وکړل. طالبانو ویلي دي چې په خوست او پکتیکا کې په دغو بریدونو کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي