افغانستان

زهرا بلوچ: د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیاله به سبا افغانستان ته سفر وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندها ممتاز زهرا بلوچ وايي، د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال محمد خرم آغا د سوداګرۍ پر مسئلو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي.

نوموړي په ایکس کې په یوه مقاله کې ویلي چې افغانستان ته به دا دوه ورځنی سفر سبا (دوشنبه) پیل کړی.

که څه هم نوموړي د دي سفر په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې دا هېواد له افغانستان سره د سوداګریزو او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی.