Uncategorized @ps نړۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا باید په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه ونه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه ده کړې.

سرګي لاوروف، دا څرګندونې په روسیه کې په یوه کنسرت کې له برید څو ورځې وروسته وکړې.

نوموړي له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا د سپټمبر د یوولسمې له برید وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خواخوږۍ افغانستان ته راغله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ولسمشر پوتین لومړنی شخص و چې جورج بوش ته یې د مرستې او ملاتړ وړاندیز وکړ، هیچا په افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه بولي.

هرڅوک په دې پوهیږي چې د دې ډول ترهګریز عمل حساب باید واخیستل شي. په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور وښوده چې امریکا په هیڅ بڼه له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې.

سرګي لاوروف ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې داسې ډلې جوړې کړې، چې القاعده یې رهبري کوي او وروسته یې له همدي ډلو څخه په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د ناسم رژیمونو د هڅولو لپاره کار واخیست.

د روسیې پر کنسرت په برید کې تر ۱۳۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.