نړۍ

روسیې د لوو او کی یف سیمې په «پراخو هوايي توغندیو» بریدونو سره په نښه کړی

روسيې د اوکراين په لوېديځ کې د لوو، په سيمه او همدا راز د دي هېواد پر پلازمېنې کي يف، باندې په پراخه کچه هوايي او توغنديز بريدونه کړي دي.

رویټرز د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا برید پرون (یکشنبه) د ۵۷ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره ترسره شوی دی.

ویل کیږي چې د روسیې یو «کروز» توغندی هم د لنډې مودې لپاره دلهستان په فضايي حریم کې وه.

په همدې حال کې د دي خبری آژانس د راپور پر اساس، روسیې دوه ورځې مخکې د دي دوو هیوادونو تر منځ څه دپاسه دوه کلنې جګړې کي په تر ټولو ستر هوایی بمبارۍ سره د اوکراین د انرژۍ سیسټم هم په نښه کړي ډي.

د روسیې دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په مسکو کې د کنسرت پر تالار د داعش له برید وروسته د دي هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې برید کې د داعش د رول په اړه له څه ویلو پرته د اوکراین پر لور د نیوکې ګوته نیولې ده.