افغانستان

د «ترهګریزو فعالیتونو» پراخیدل چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي نړیوال امنیت ګواښي

نیوز انټرنیشنل د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو د وزیر جان اڅکزي په حواله خبر ورکړی دی چې، په مسکو کې د «داعش د خراسان څانګې» برید «په افغانستان کې د ګډوډۍ له امله د منځنۍ آسیا» د نظامیانو ته ورته وسله والو د زړورتیا له امله شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د « ترهګرو‌یزو» فعالیتونو خپرېدل نه یوازې منځنۍ آسیا او روسیې ته ګواښ دی؛ بلکې دا د نړیوال امنیت جوړښت ته هم ګواښ پېښوي.

په همدې حال کې د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنیو پرون په یوه راپور کې ادعا وکړه چې، د «داعش خراسان څانګه» د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پټنځایونه، ښوونیز مرکزونه او د بم جوړولو ورکشاپونه لري او د دې ډلې مشر اوس هم د پاکستان په دې سیمه کې دی.

په دې راپور کې راغلي: «په دې جګړه ځپلي هېواد (افغانستان) کې د ترورېستي افکارو مړې سکروټې بېرته روښانېږي.»

تر دې مخکې فارن پالیسي راپور ورکړی و، چې القاعده د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان له تشې څخه ګټه پورته کوي، خپل صفونه جوړوي، نوي ځواکونه روزي.

خو طالبانو بیا د دې راپور او نورو اړوندو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې هېڅ داسې ډله نشته چې ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښوي.

د نیوز انټرنیشنل په راپور کې دا هم ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې د هغو پناهځایونو له لارې چې د طالبانو تر ادارې لاندې دي، په پاکستان کې فعالیت کوي. په وروستي کال کې د دې ډلې د بریدونو د زیاتوالي لامل شوی دی.

پاکستاني چارواکو په ځلونو د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ او دې ډلې ته د مالي تمویل او وسلو په برابرولو تورن کړي او په دې برخه کې یې ځینې وخت خبرداری هم ورکړی دی.

خو طالبان وايي چې، د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه کوي او اجازه نه ورکوي چې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان مایکل کوریلا ویلي وو چې، ترهګرې ډلې؛ په تېره بیا داعش کولای شي په شپږو میاشتو کې په امریکا کې پر اهدافو بریدونه وکړي.