افغانستان سوداګري

طالبانو له څلورو خصوصي شرکتونو سره د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د طالبانو د مالیې، انرژۍ او اوبو وزارتونو او د برشنا شرکت له خصوصي شرکتونو سره د «ساختماني سکټور، د سب سټیشن د جوړولو، د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځولو او د لمریزې برېښنا د تولید»په برخو کې څلور پروژې لاسلیک کړې.

د دې قرارداد پر بنسټ به د کابل د سروبي ولسوالۍ د نغلو په سیمه کې د اوه اویا ترکي شرکت د «۲۲ میګاواټه» په ظرفیت د لمریزې برېښنا جوړوي.

طالبانو د دې پروژو ارزښت څلور میلیارده افغانۍ اعلان کړی دی.

له دې پروژو څخه یو هم په هلمند ولایت کې یو سوداګریز مرکز دی، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د ۱۷ کلونو لپاره دولتي ملکیتونه د «عمري» په نوم یوه خصوصي شرکت ته ورکړي دي.

په دې سره د طالبانو د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وايي، دا شرکت په دې مارکېټ کې له ۳۶۰ میلیونو افغانیو ډېره پانګونه کوي.

له لمریزې انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پروژه د دوو خصوصي شرکتونو په ګډه پانګونه د کابل د سروبي ولسوالۍ او نغلو سیمه کې پلې کېږي.

په دې پروژه کې اووه اویاترکي شرکت او يو افغانی خصوصي شرکت اتلس ميليونه ډالره پانګونه کوي او تمه ده چې د «٢٢ ميګاواټه» لمريزې برېښنا به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

په ورته وخت کې د ۷۷ ترکي شرکت مشر سلیمان جیلیو وویل: «لکه څنګه چې مو مخکې وویل، موږ په کندهار کې ۱۵ میګاواټه لمریزه برېښنا په کار اچولې وه او اوس مو له یوه خصوصي افغان شرکت سره ګډه پروژه پیل کړې ده، چې د نغلو په سیمه او سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲ میګاواټو ظرفیت برېښنا تولید کړو».

طالب چارواکو په دې پروګرام کې ویلي، چې د دې پروژو په پیلېدو سره به د مالیاتو د راټولولو له لارې عواید زیات شي، خو د طالبانو د مالیې وزارت د خپلې بودجې په ځانګړي ډول د تېرو دوو کلونو د عوایدو جزئیات نه دي خپاره کړي، چې دوی یې څه ډول راټولوي او چیرته کارول کېږي.