افغانستان

د تورخم دروازه بیرته د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

د تورخم لویه لار له څلورویشتو ساعتونو وروسته د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شوه.

تر دې مخکې امنیتي سرچینو خبر ورکړی و، چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ د مدیریت پر سر اختلافات د نښتې لامل شوي، چې په پایله کې یې د تورخم دروازه شاوخوا څلور ساعته تړلې وه، او د دې ادارې ۱۳ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د مهاجرینو د تحقیقاتو مشر په دي نښته هم ټپي شوی دی.
تر دې وړاندې هم د تورخم لارې په اوږدو کې د بې نظمیو او ستونزو له امله مسافر او سوداګر اندېښمن وه.

نن یکشنبه ده؛ د تورخم لاره. د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د تحقیقاتو د فدرالي ادارې د کارکوونکو ترمنځ تاوتریخوالی او شخړه رامنځته شوه.

د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، دا تاوتريخوالى او نښته د مسافرو د مديريت پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

همدا راز سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې له دغې نښتې وروسته د تورخم لویه لار هم د څلورو ساعتونو لپاره د مسافرو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

سرچينې زياته کړې، چې په نښته کې د پاکستان د فدرالي څېړنو د رياست د کډوالۍ د څانګې ١٣ کارکوونکي ټپيان شوي دي، او يو شمېر يې د لنډي کوتل روغتون ته لېږدول شوي دي.

بالاخره له نږدې څلورویشتو ساعتونو وروسته د تورخم دروازه د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د تحقیقاتو د فدرالي ادارې د مهاجرینو د ریاست د کارکوونکو تر منځ د شخړې له حل وروسته د مسافرو او سوداګریزو مالونو پر مخ پرانیستل شوه.

خو د تورخم لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له جنجالي پولو څخه ده، چې کله ناکله د پاکستان له خوا د ساعتونو او ساعتونو لپاره تړل کېږي، چې د هېوادوالو او سوداګرو لپاره له ستونزو سره مخ کېږي.

عبدالجبار اکبري – د پوهنتون استاد وويل:
« مثبت تعامل به افغانستان او پاکستان ته اجازه ورکړي چې د سیاسي اقتصاد له لارې په سیمه ایزه کچه خپل موقف وساتي او د سیمې او بهر هیوادونو لپاره ښه بیلګه وي».

خو د هېواد یو شمېر سوداګر او ښاریان وايي، اسلام آباد د تورخم له لارې د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي او له دې لارې دوی له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخامخ کوی.