نړۍ

کاظمي قومي: له بهرنۍ ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړئ

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي، په روسیه کې د خونړي برید په غبرګون کې ویلي، دي چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ پر ضد چې د «بهرني اصل» څخه دي په «یوالي» عمل وکړي.

ښاغلي قومي په محور کښې ټینګار وکړ: د سیمې هیوادونو ته پکار ده چې د ګډو امنیتي اندیښنو په مقابل کښې چې د خارجي اصل ترهګري ده، د یو بل په ظرفیتونو باندې په تکیه کولو سره په یووالي سره اقدام وکړي.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي همدا راز زیاته کړې، چې په مسکو کې د کنسرت په تالار کې «تروریستي پېښې»د «جدي اندېښنی »لامل شوې دي.

د پنجشنبې په شپه په داعش پورې تړلو یو شمېر کسانو پر یوه کنسرت برید وکړ، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان یې ووژل او ۱۴۳ نور یې ټپیان کړل.

د روسیې حکومت ویلي چې د دې برید په تړاو یې د څلورو بریدګرو په ګډون ۱۱ کسان نیولي دي.