افغانستان

داعش خراسان په « کابل کی بعضي موخو» باندی د بریدونو ګواښ کړی دی

File photo.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې داعش خراسان وروسته له هغې چې په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار برید وکړ، ددي ډلې اوس په افغانستان کې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د برید ګواښ هم کړی دی.

د دي راپور پر بنسټ، په ورته وخت کې د داعش خراسان تر څنګ هم د روسیې ضد تبلیغاتو یوه څپه خپره کړې او په سوریه کې یې د کرملین د مداخلې غندنه کړې ده.

په دي راپور کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې په کابل کې د روسیې پر سفارت، د پاکستان پر سفارت او یو هوټل چې ګڼ شمېر چینایان په کې اوسیدو ، بریدونه يي هم د داعش خراسان ډلې کار و.

په همدې حال کې اسوشېټېډ پرس، د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی، خبر ورکړی چې په مسکو کې د کنسرت په تالار برید هم په منځنۍ آسیا کې د داعش خراسان ډلې کار و.

خو له دې برید وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د داعش له نوم اخیستلو پرته پر اوکراین د نیوکې ګوته ونیوله او زیاته یې کړه، چې روسي چارواکو ۱۱ کسان نیولي، چې څلور یې کسان یی د تېښتې په حالت کی وه چی دی اوکراین پولي ته نږدي ونیول شول.

له بلې خوا د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنیو انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي چې په کندهار کې برید د داعش د خراسان څانګې د دوو غړو له خوا ترسره شوی چې یو یې د تاجکستانی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په وار وار د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان څخه منځنۍ آسیا ته د «ترهګرۍ» ګواښونو خبرداری ورکړی دی.