افغانستان

اچار په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې یو له مشهورو خوړو څخه دی

ترشي له ډېرو کلونو راپه دي خوا په افغانستان، ایران، تاجکستان، پاکستان او هند کې د خوندور او مشهور خواړو په توګه د پیرودونکو ترمنځ خپل اعتبار ساتلی دی.

چاریکار پروان په افغانستان کې د «چکنې او اچار»د پلورلو یو له مشهورو بازارونو څخه دی.
په چاريکارو کې يو شمېر اچار او چکنې پلورونکي وايي، چې د روژې په رانږدې کېدو سره يې د پلور بازار ؛ پرمختګ کړی دی.

شيراحمد د ،اچار او چکنې يو له پلورونکو څخه دى، هغه وايي چې ډېرى دغه اچار او چکني په دوديزه بڼه جوړېږي.

شيراحمد، په دې اړه زياته کړه: «دا چکنې له مرچو، شګو او هوږې سره چمتو کېږي او له لسو تر پنځلسو ورځو پورې ساتل کېږي او بيا يې بازار ته د پلور لپاره راوړو».

له بلې خوا نور احمد بشر دوست ،چې اصلي مسلک یې پخلی دی، د اچار او چکنې د پلور بازار ګرم دی. هغه د ځان لپاره یو کوچنی هټۍ جوړه کړې او د خپل کورنی اچار پلوري.

هغه په دې اړه امو ته وويل: «موږ د روژې له پيله د اچار او چکنې پلورل پيل کړل. په حقیقت کې زه پخلی یم او یو کوچنی رسټورانټ لرم چې کباب او قرمه به مې تیارول.

د اچار يو بل پلورونکي سيد آغا وويل: «د پروان اچار ډېر ښه دي او خلک يې له دې ځايه نورو ځايونو ته وړي».

د اچار خوند او بوی د هر مسافر اشتها یی راولی ، په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې.

د اچار یو له پېرودونکو څخه فریدالله وايي: «روژه ده، په روژه کې له چکني پرته بلاني خوند نه کوي، خو د چکني او پروان اچار بل ډول خوند لري».

پروان ډېر مشهور دوديز خواړه لري. د دوی په منځ کې د پروان زنزاد تراشي او چټني عام او ځانګړې دي.

دا د پلورونکو لپاره د عاید یوه ښه سرچینه او د پیرودونکو لپاره خوندور خواړه دی ، په ځانګړي توګه د روژه په مبارک میاشت کی.