افغانستان

د افغانستان طالبانو له ټي ټي پي سره خپلې «اړیکې» نه دي پرې کړې

هندو ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان طالبان د پاکستان له غوښتنو او ګواښونو سره سره، چې دواړه خواوې یې پر دوه «متضاد» لارو اچولې؛ خو بیا هم دوی له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

دې هندۍ ورځپاڼې دا هم لیکلي: «د افغانستان طالبان او ټي ټي پي دوه بېلابېل سازمانونه دي، مګر ایدیولوژیک وروڼه بلل کېږي. دواړه پښتانه او د اسلام سخت دیوبندي تعبیر تعقیبوی چې د اسلامي روحانی حکومت او-سني مذهب په واکمنۍ باورمند دی.

د دې ورځپاڼې په راپور کې دا هم راغلي، چې ټي ټي پي هغه څه چې غواړي په پاکستان کې ترلاسه کړي، طالبانو لا پخوا په افغانستان کې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو په وار وار ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه کوي، خو پاکستان بیا د افغانستان طالبان په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په ملاتړ تورن کړي او کله کله یې په دې اړه اخطارونه هم ورکړي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په یوه بیانیه کې طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخه ونه نیسي، له دې هېواد سره به د «افغانستان او هند سوداګریز دهلېز» وتړي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې که د دې هېواد په خاوره کې «یو بل ترهګریز برید» وشي، د دوی ځواکونه به د افغانستان خاورې ته ننوځي او د «واخان دهلېز» به ونیسي.

له دغو خبرداریو وروسته ذبیح الله مجاهد آمو ته په یوه اړیکه کې ویلي چې، دوی د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو د وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه لري او د دوی اړخ اسلام آباد دی.