افغانستان

طالبانو په «مسکو کې د داعش برید» غندلی دی

طالبانو په مسکو کې د «کنسرت پر یوه تالار برید» چې پړه یې داعش پر غاړه اخیستې وغندله او دا یې له «ټولو بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه» وبلله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي د ایکس په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: «د دې ډله ییز برید تر شا استخباراتي سازمانونه لاس لري او موخه یې د اسلام بدنامول او ټوله سیمه ګواښل دي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د دې ډول پېښو پر وړاندې دې همغږي، واضح او پرېکنده دریځ غوره کړي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې، وروسته له دې چې داعش په مسکو کې د «کنسرټ پر تالار» برید وکړ؛ متحده ایالاتو په مسکو کې د «پلان شوي ترهګریز برید» په اړه معلومات درلودل چې، احتمال لري د کنسرتونو په ګډون لویې غونډې په نښه کړي.

په دې راپور کې راغلي چې، دې معلوماتو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دې ته وهڅاوه چې د دې میاشتې په پیل کې په روسیه کې میشتو امریکایانو لپاره عمومي مشوره صادره کړي.

د دې راپور له مخې د بایډن ادارې هم دا معلومات د «د خپلې دندې د خبردارۍ» له پالیسۍ سره سم له روسي چارواکو سره شریک کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې د ډله ییز امنیت د تړون سرمنشي اعلان وکړ چې، د دې تړون د غړو هېوادونو پولې؛ په ځانګړې توګه، تاجکستان د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د تروریستي ګواښونو د مخنیوي په موخه «ټینګوي».

نیویارک ټایمز په دې راپور کې لیکلي چې داعش ډله په ښکاره غواړي خپل بهرني عملیات له هغې سیمې بهر ترسره کړي چې «په هغې کې فعالیت» کوي.

په همدې حال کې د دې راپور له مخې په اروپا کې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو ویلي چې، په وروستیو میاشتو کې یې د داعش خراسان ډلې څو پلانونه شنډ کړي چې په اروپا کې پر ځینو موخو بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس د غړو او اروپايي چارواکو په ګډون امریکايي چارواکو څو څو ځله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډله به د په څو میاشتو کې دامریکا پر ځینو موخو بریدونه وکړي.

تېره شپه په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار برید کې ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو، چې پړه یې داعش پر غاړه اخیستې وه.