افغانستان سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده: هوايي بریدونه د «افغانستان د خلکو پر وړاندې» نه وو

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز بلوچ وايي، د افغانستان پر ځینو برخو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه د یاغیانو پر ضد کار دی، نه په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې.

طالبانو ویلي دي چې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د دې بریدونو موخه د «تحریک طالبان پاکستان» له متحدینو څخه د حافظ ګل بهادر د ډلې یاغیان وو.

نوموړې په یوه خبري غونډه کې وویل چې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د دې بریدونو د وروسته پېښ شویو موضوعاتو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې دي.

دې د دې بريدونو په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

هغې زیاته کړه: «پاکستان څو ځلې افغانستان ته د ترهګرو د پناه ځایونو په اړه معلومات ورکړي دي او د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه په افغانستان کې شتون لري.

هغې ادعا وکړه چې؛ پاکستان له افغانستانه غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي او د دغو ستونزو د هواري غوښتنه يې کړې ده.

مېرمن بلوچ وویل: «پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.»

تېره دوشنبه پاکستاني پوځیانو د خوست او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې.

دا بریدونه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي لامل شوي دي.