افغانستان

په ۱۴۰۲ کال کې په افغانستان کې طبیعي پیښو ته یوه کتنه

د سیاسي، امنیتي او بشري پیښو سربیره افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د طبیعي پیښو شاهد هم وو.

په دي پېښو کې تر ټولو مهمه د هرات خونړۍ زلزله وه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د یوې خونړۍ زلزلې په پایله کې ۱۵۰۰ کسان مړه او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

زرغونه چې کور يې د ريښتر په کچه ۱۹ درجې زلزله ويجاړ شوی دی، هغه کور چې کلونه يې د جوړولو لپاره کار کړی، اوس زرغونه د خپلې کورنۍ له ۹ غړو سره په يوه خيمه کې ژوند کوي.

هرات د شنبې په ورځ د ثور په ۱۹ مه د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې شاهد و. له هغه وروسته نورې زلزلې وشوې، دي زلزلې چې د زنده جان ولسوالۍ په ګډون په ۹ ولسوالیو کې ۲،۲ میلیونه کسان زیانمن شول او ۳ کلي یې په بشپړه توګه ویجاړ کړل.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې د یوې خونړۍ زلزلې له امله ۱۵۰۰ کسان مړه او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دې زلزلې په هرات کې د څه باندې دوه میلیونه وګړو ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. .

د ملګرو ملتونو، آسيايي پراختيايي بانک، اروپايي ټولنې او نړيوال بانک د وروستي راپور له مخې، ددي زلزلو ۴۹۵۷۸ کورونه زيانمن کړي، چې له دې ډلې يې ۱۳۵۱۶ په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات په زلزله کې ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمن شوي دي، په وژل شویو کې ۵۸ سلنه ښځې وې.

د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، «د هرات د خونړۍ زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان وو او ددي زلزلو د قربانیانو په منځ کې. ۵۸ سلنه ښځې وې. د هرات زلزلې ۱۷۵۳۸ امیندواره مېرمنې، ۱۷۱۴۶ ماشومان او ۶۸۰۶ کورنۍ اغېزمنې کړې.

له دي زلزلو نږدې شپږ مياشتې تېرې شوې، د سرپناه نشتوالى، د څښاک پاکو اوبو، تشنابونو او د درملنې لپاره د کلينيکونو نشتوالى د هرات د زلزله ځپلو لپاره تر ټولو سترې ننګونې دي.

تردې وړاندې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې په کمیسیون کې طالب چارواکو ویلي وو چې د قربانیانو لپاره یې ۴۰۰۰ کورونه جوړ کړي او ۹۰ سلنه یې ورتسلیم کړي دي. خو زلزله ځپلي وايي چې ددي کورونه د معیارونو له مخې نه دي جوړ شوي او له زلزله ځپلو سره د مرستې پیسې ضایع شوې دي.

د هرات د زلزله ځپلو موسسو د موندنو پر بنسټ، د زلزلې ځپلو سیمو ته ۲۱۷ میلیونه ډالره مستقیم زیان اوښتی دی. دا سازمانونه وايي چې د ویجاړو شویو کلیو د بیارغونې لپاره تر ۴۰۰ میلیونو زیاتو ډالرو ته اړتیا ده.