افغانستان

نه غواړو چې افغانستان د «ترهګرۍ خوندي پټنځای» وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا نه غواړي افغانستان د «ترهګرۍ خوندي ځای» وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ودانت پټل، پرون په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې سره وویل چې امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري کوي.

پټل زیاته کړه، «موږ اوس په منظمه توګه له پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بوخت یو،او د مهمو مشورو په ګډون ».
ودانت پټل، په دې خبري غونډه کې دا هم وویل چې له ښځو او نجونو سره عادلانه چلند لا هم د افغانستان په تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو له سترو لومړیتوبونو څخه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې «ژمني» دي.

هغه زیاتوي چې که طالبان په نړیواله کچه رسمیت غواړي، نو باید په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه «مهم» وګڼي.

په دې خبري غونډه کې پتل، د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې سږ کال (١٤٠٣) يو بل کال دى چې د طالبانو له خوا نجونې او ښځې له زده کړو بې برخې دي.

هغه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر تعلیم او روزنې بندیز « زړه بوږنونکی او ځوروونکی» دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د پسرلي له پیل او د نوي تعلیمي کال له پیل سره طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.