ورزش

افغانستان د کرکټ په شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د کرکټ شل اوریزه لوبه د ۱۰ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه، خو ایرلنډ ته یې په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې محمد نبي د ۵۹ منډو په جوړولو سره د افغانستان په بریا کې مخکښ رول ولوباوه. په دې لوبه کې راشد خان هم وکوالای شو چې څلور ایرلنډي لوبغاړي له میدانه وباسي.