Uncategorized @ps نړۍ

پاکستاني پولیسو د تورخم په لاره کې د موټر چلوونکو لپاره ویزه او پاسپورټ اجباري کړی دی

پاکستاني پولیسو په تورخم کې د هغو موټرچلوونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره خبرتیا خپره کړې چې، پاسپورټ او ویزه نه لري.

یو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې په دې خبرتیاوو کې د موټر چلوونکو لپاره د ویزې او پاسپورټ د اجباري کېدو نېټه د مارچ ۳۱مه ټاکل شوې ده.

دغه موټر چلوونکي زیاتوي، چې په اوسني وضعیت کې د دوی لپاره د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي او د پاکستان د دې پرېکړې عملي کېدل به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ ناوړه اغېز وکړي.

په تورخم کې خبرتیاوې او لوحې؛ په پښتو او اردو ژبو نښلول شوې دي چې موخه یې؛ د ویزې او پاسپورت پرته د موټر چلوونکو لپاره وروستی مهلت دی.

د دې خبرتیا په یوه برخه کې خبرداری ورکړل شوی چې، د روان کال د مارچ له ۳۱مې وروسته به له ویزې او پاسپورټ پرته موټر چلوونکو ته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شي.

خو موټر چلوونکي دا نه مني؛
دوی ټینګار کوي چې د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ به زیانمن شي.

یو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې د ویزې او پاسپورټ له اجباري کېدو سره به ډېری موټر چلوونکي بېکاره شي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګري کمه شي.
دغه موټر چلوونکي د پاکستان د دې پرېکړې لیرې کول غواړي.

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او ډېری افغاني توکي د پاکستان له لارې لېږدول کېږي او که د موټر چلوونکو لپاره ویزه او پاسپورټ اجباري شي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به له ننګونو سره مخ شي.