ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه ماتې وخوړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له ایرلنډ څخه د ۳۸ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

په دې شل اوریزه لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ لوبغاړی وتوانېدل چې، افغان لوبغاړو ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکي.

یاده لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه.

هري ټکټور په دې لوبه کې ایرلنډي لوبغاړي وکولای شول چې یوازې ۵۶ نمرې واخلي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې شل اوریزه لوبه کې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو په جوړولو سره ۱۱۱ نمرې ترلاسه کړې