نړۍ

پاکستان له هند سره هر ډول اړیکې د «خواشنۍ» وړ بللي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له هند سره د اړیکو په ګډون د بهرنۍ پالیسۍ په ارزونه کې د هېواد نوي حکومت ته ویلي چې، د پاکستان او هند تر منځ هر ډول جوړجاړی د خواشنۍ وړ دی.

شهباز شریف په پاکستان کې د نوې کابینې له جوړیدو او د صدراعظمۍ د مقام له ترلاسه کولو وروسته د دې هیواد له بیلابیلو څانګو او وزارتونو وغوښتل چې، د دی هیواد د حالاتو او د ورسپارل شویو چارو په اړه خپل رپوټونه او نظریات وړاندې کړي.

د ایکسپریس ټربیون د راپور له مخې؛ په دې ارزونه کې ویل شوي چې، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او په راتلونکي کې به هم«ډیر لږ» وي.

په دې ارزونه کې دا هم ویل شوي چې، هند د پاکستان د منزوي کولو پالیسي «په کلکه» څاري.

د دې راپور له مخې، پاکستان هند د «اګني ۵» آزموينې له تړون څخه د سرغړونه په تور تورن کړی.

په دې ارزونه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې؛ هند د بهارتیا جاناتا ګوند (بي جې پي) په مشرۍ د «هندوتوا» (د حکومت سوچه هندو کولو) پالیسي پلې کوي او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د یو «هندي سوچه دولت» رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

په ورته حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې په دې هېواد کې له انتخاباتو وروسته په هند کې وضعیت بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف «دوه ورځې وروسته» د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د مبارکۍ پیغام ته ځواب ورکړی او ویل کیږي چې، ډېر لنډ ځواب وو.