افغانستان

طالبانو له ایران سره د همکارۍ تړون لیک لاسلیک کړ

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د ایران د کرنې له وزیر سره د همکارۍ یو تړون لیک لاسلیک کړ.

د طالبانو د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې تړون لیک کې د «بوټو د ساتنې او قرنطین، د خاورې پېژندنې، کرنې، ترویج، څېړنې، بدیل معیشت، اوبولګولو، کرنیزې زیربنا، د څارویو روغتیا، مالدارۍ څیړنې د خصوصي سکتور ملاتړ، کرهنیز بنسټونه، درمل جوړونې او د کارکوونکو روزنه او د مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ ۵۵ مادې» شاملې دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د ایران له خوا د دې سند د لاسلیکولو پر مهال د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، د ایران د کرنې وزارت د بوټو د ساتنې د موسسې مشرې مریم جلیلي مقدم او د ایران د کرنې او مالدار ۍ سکتور یو نورو شمېر کارپوهانو هم ګډون کړی وو.