افغانستان

بې سرحده خبريالان د طالبانو پر مشر غږ کوي چې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې دې «ظالمانه چلند» ته د پای ټکی کېږدي

د بې سرحده خبریالانو سازمان د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي، چې طالبانو پر ښځینه خبریالانو، غږیزو او ویډیويي رسنیو ته د ښځو پر لاسرسي او ټلویزیونونو ته د فلم جوړولو په برخه کې نوي محدودیتونه وضع کړي دي.

دا بنسټ په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو د نویو بندیزونو لګولو ته په اشارې سره د طالبانو له مشره غوښتي چې دغه سخت اقدامات پای نه ورسوي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د افغانستان پر خلکو زورزیاتی او محدودیتونه زیات شوي او دغو محدودیتونو په ځانګړي ډول د ښځو لاسرسي «رسنیو ته د خبریالانو او یا د هم اورېدونکو په توګه» په نښه کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې، په کندهار کې د طالبانو والي شيرين آخند د سيمه ييزو چارواکو د فلمونو پر جوړولو بنديز لګولى او په خوست کې د طالبانو د پوليسو قوماندان هم د ښځو او نجونو له غږيزو او ويډيويي رسنيو سره اړيکه نيول منع کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم وزير د ښځينه خبريالانو لپاره د لباس پوښښ ستونزمن کړی او له هغوى څخه یې غوښتي چې خپل مخونه په تور حجاب پټ او يوازې سترګې یې ځنې معلومې شي، که نه نو، دوی به له دندو څخه ګوښه شي.

د دې سازمان د سهېلي آسيا څانګې ویلي: «په خوست کې د ښځینه اوریدونکو او لیدونکو چوپول، په کندهار کې د انځور اخیستنې بندیز او د ښځینه خبریالانو لپاره د جامو سخت قانون د طالبانو د سخت «تفکر» خطرناکې نښې دي، چې په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په نښه کوي.»

دې بنسټ دا هم ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د «بیان د آزادۍ نړیواله ارزونه» کې د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۵۲ ځای لري.