افغانستان

د بلوچستان د استخباراتو وزیر: د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان په ترهګرۍ کې «خطرناکه ښکېلتیا» لري

د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو وزیر جان اڅکزی، ادعا کوي چې درې تنه ترهګر چې له افغانستان څخه پاکستان ته راننوتي وو، د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې له چاودیدونکو توکو، وسلو او لاسي بمونو سره نیول شوي دي.

اڅکزي په اېکس پاڼه کې ویلي دي: «دا په ترهګریزو پېښو کې د طالبانو د ادارې لاندې د افغانستان خطرناکه ښکېلتیا ښیي.»

نوموړي دا هم ويلي دي چې؛ د دواړو هيوادونو ترمينځ پولو کې د ترهگرۍ د مخنيوي لپاره د هغوي هڅې پټه خوله پاته شوې دي او اوس په کار ده چې، د طالبانو په ضد پرېکنده گامونه پورته شي.

اڅکزي د خپل حکومت مشرتابه ته اوه وړاندیزونه ورکړي چې، په دې کې له طالبانو سره د ټولو اړیکو د «سمدستي ختمول» هم ګډون لري.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو وزیر وايي چې؛ له طالبانو سره ښکیلتیا به یوازې د دوی سرکښي پیاوړې کړي، همدارنګه هیواد یې باید د امریکا د «ترهګرۍ ضد» اندیښنې له پامه ونه غورځوي او په افغانستان کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړي.

دی زیاتوي چې؛ افغان کډوال باید د «هویت په پام کې نیولو پرته» له پاکستان څخه د دې لپاره وایستل شي چې، د یوې ستراتیژۍ په اډانه کې طالبانو ته یو روڼ پیغام ولېږدوو.

اڅکزي د خپل اووه ماده ييز وړانديز په چوکاټ کې ویلي دي: «د طالبانو د کورنۍ غړي بايد بېرته هیواد ته ولېږو، او د هغوى هر ډول غير قانوني توکی دې ضبط شي.»

نوموړي دا هم زياته کړی چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو سیمه ایز استخباراتي دفترونه او د ترهګرو پټنځایونه باید د «د ټکي په ټکي معلوماتو» له مخې په ځوابي او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وشي، تر څو له طالبانو او ترهګرو سر اړیکې پرې شي.